آی‌پي‌ایل؛ کلکتې لوبډلې اتلولي وګټله

دا درېیم ځل دی چې کلکته د "آی‌پي‌ایل" سیالیو اتلولي ګټي.

د هندوستان غوره لیګ "آی‌پي‌ایل" سیالیو د سږني پړاو اتلولي د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وګټله.

د یکشنبې په ورځ د مې مياشتې په ۲۶مه نېټه د "آی‌پي‌ایل" پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپیر د کلکتې په بري سره تمامه شوه.

دا درېیم ځل دی چې کلکته د "آی‌پي‌ایل" سیالیو اتلولي ګټي.

دغه پایلوبه چې د هندوستان په چینای ښار کې ترسره شوه، حیدراباد د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۱۸.۳ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه پاټ کمېنس ۲۴ او اېډن مارکرم ۲۰ منډې ترسره کړې.

د کلکتې لپاره په توپ اچونه کې انډري رسل ۳، میچل سټارک او هارشیت رانا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کلکتې لوبډلې هدف د یولسم اور په درېیم توپ پوره کړ، د دې لوبډلې لپاره وینکټیش ایر ۵۲ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۳۹ منډې ترسره کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سټارک وګټله او د لیګ د غوره لوبغاړي په توګه بیا د کلکتې سونیل ناراین ونومول شو.

په سږني پړاو "آی‌پي‌ایل" کې مخکښ منډه جوړونکی ویرات کولي وو، هغه ۷۴۱ منډې کړې وې او هارشل پټیل بیا د ۲۴ ویکټو په اخستلو سره غوره توپ اچونکی نومول شوی دی.

سږ کال په یاد لیګ کې تر نورو کلونو ډېر ۹ افغان لوبغاړو بېلابېلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړې چې نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۴ وېکټې اخستې وې او عظمت‌الله عمرزي تر نورو زیاتې منډې کړې وې.

د ویلو ده چې د "آی‌پي‌ایل" د پایلوبې مراسمو ته د نورو مېلمنو ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم وربلل شوی و.