د تعلیم فعال "مطیع‌الله ویسا" ته د اکشن ایوارډ او نقدي جایزه اعلان شوه

د قلم لار ټولنې مشر او د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا

په ډنمارک کې دانش افغان بنسټ او ډنمارک مېشتو افغانانو د قلم لار ټولنې مشر او د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا ته د هغه د غوره فعالیتونو له کبله د ۲۰۲۴ م کال د اکشن ایوارډ (Action Award) او نقدي جایزه اعلان کړه.

پرون شنبه په دې مناسبت ډنمارک کې په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم برخه اخیستې وه.

بینېټ، له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ماشومانو د تعلیم د ودې لپاره د مطیع‌الله ویسا فعالیتونه وستایل.

د بخښنې نړېوال سازمان هم له خپله اړخه مطیع‌الله ويسا ته يو ستاينليک ورکړ چې وروسته به وروسپارل شي.

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ويسا په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې په انلاين ډول حضور درلود او ازادي راډیو ته وويل د دغو بنسټونو منندوی دی.

افغان دانش بنسټ چې وايي، له کلونو راهیسې د قلم لار ټولنې فعالیتونه څاري د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د مطیع‌الله ویسا فعالیتونه وستایل.

د قلم لار ټولنې په مرسته له کلونو راهیسې د ماشومانو د تعلیم د ودې لپاره کمپاینونه او هڅې شوي چې په مرسته یې تر ۱۰۰ زیات بند ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، تر ۳ ملیونو زیاتو ماشومانو سره د درسي توکو مرسته شوې او ۴۱ کتابتونونه جوړ شوي دي.

مطیع‌الله ویسا په بند کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته د تېر لمریز کال د لړم يا عقرب پر څلورمه د طالبانو له بنده خوشې شو.