د کابل-کندهار پر لویه لاره د بس چپه کېدو پېښه؛ لږترلږه دوه کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

ارشیف: په افغانستان کې له دې مخکې د ترافیکو پېښو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل-کندهار پر لویه لاره د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه دوه کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزو رسنیو د زابل د عامې روغتیا د رییس میرویس افغان په حواله خبرورکړی چې ویلې دي، دغه پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې شوې ده.

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې یولس یې ښځې دي چې د درملنې په هدف نژدې روغتون ته وړل شوي دي.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.