پر خارکییف د روسیې بریدونه؛ لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي

له بریدونو وروسته په خارکییف کې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

له بریدونو وروسته په خارکییف کې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

روسي ځواکونو د اوکراین پر شمال ختیځ ښار خارکییف بریدونو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې د چارواکو په وینا پرون شنبې یوه ودانۍ په توغندي ولګېدله چې لږترلږه یوولس تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د خارکییف والي اولیه سیني هوبوف نن د مې ۲۶مه وویل چې د روسیې د پوځ په پرونیو بریدونو کې د یوولسو کسانو مړینه تایید شوې ده.

دا حمله پرون هغه پر هغه پلورنځي وشوه چې لسګونه کسان په‌کې وو.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د برید پر مهال په پلورنځي کې دننه شاوخوا ۲۰۰ کسان وو.

په عین حال کې داسې مهال چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بې وقفې حملې روانې دي، د خارکییف له څېرمه کلیو څخه هم د مرګ ژوبلې او ورانیو راپورونه رارسېدلي دي.