د انګلستان د "ایفای" کپ په پایلوبه کې مانچسټر یونایټیډ ۲ـ۱ مانچسټر سيټي ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې وګټله.
دغه سیالي د دوشنبې په ورځ د می په ۲۵مه نېټه د لندن په ویملي لوبغالي کې په ځايي وخت ۳:۰۰ بجې پیل شوې وه او د دواړو لوبډلو د پراخو ملاتړ کوونکو په شتون کې ترسره شوه.
د مانچسټر یونایټیډ لپاره په دې سیالۍ کې الخاندرو کارنچو او کوبي ماینو د لوبې په دېرشمه او دري دېرشمو دقیو کې ګولونه ووهل او د مانچسټر سیټي یوازېنی ګول بیا جیرمي دوکو وواهه.
دواړه لوبډلې تېر کال هم د یاد جام پایلوبه ترسره کړې وه، خو هغه پایلوبه مانچسټر سيټي ګټلې وه.
دا دیارلسم ځل و چې مانچسټر یونایټیډ د ایفای کپ اتلولي ګټي.
د ویلو ده چې په انګلستان کې یادې دواړه لوبډلې په پراخه کچه مینهوال لري او د سیالۍ تر ګټلو وروسته د یونایټیډ مینهوالو په ټول انګلستان کې د خوښۍ جشنونه نیولي وو.