انګلستان له پاکستان دویمه شل اوریزه سیالي وګټله

د پاکستان یو لوبغاړی

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې خپل مېلمه پاکستان ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا د څلورو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ده چې لومړۍ یې د ورښت له امله نه وه ترسره شوې او پاتې دوه نورې به یې د می میاشتې په ۲۸مه او ۳۰مه نېټه ترسره شي.

د شنبې په ورځ د مې په ۲۵مه نېټه د انګلستان د برمنګهم ښار په اېجبسټن لوبغالي کې انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ انګلستان ترسره کړې وه چې ۱۸۳ منډې یې کړې وې او پاکستان په ۱۶۰ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹.۲ اورونه یې ولوبول.

د انګلستان لوبډلمشر جاس بټلر په دې لوبه کې ۸۴ منډې کړې وې چې د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.

دغه راز په دې لوبلړۍ کې د انګلستان چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر هم سیالیو ته را ګرځېدلی چې په دې لوبه کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې دا لوبلړۍ د را روان شل اوریز نړیوال جام د تیاریو په موخه ترسره کېږي.