د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي دي.
د دې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې خلک د هرڅه تر بایللو وروسته هڅه کوي چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او خپل کورونه جوړ کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، دوی له خپلو شریکانو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې دي او سېلاب ځپلو ته اضطراري مرستې رسوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د روانې میلادي میاشتې په سېلابونو کې ۵۴۰ کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې زیات وي.