د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو د شمېرو د همغږۍ په هدف د غونډې خبر ورکړ.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه د داخلي بېځایه شویو په ریاست کې شوې وه او پر دې بحث شوی چې ملي او نړیوالو بنسټونو ته د داخلي بېځایه شویو واحدې شمېرې وړاندې شي.
په غونډه کې د داخلي بېځایه شویو د ستونزو اوارول، د دوی مرسته او د دوی د شمېرو برابرول مهم ګڼل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې، د دغو مسایلو په باب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت یا یوناما سره هم غونډه وشي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر درې میلیونه او دوه نیم لکه دی او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.