د پاکستاني ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه ډله‌ییز برید شوی

پاکستاني پولیس

پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه نن هغه مهال ډله‌ییز برید وشو چې یو تن، قرآنکریم ته په سپکاوي تورن شو.

تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې سلګونه کسانو د پنجاب ایالت د سرګودې ولسوالۍ په مجاهد کالوني سیمه کې د تورن سړي پر کور برید وکړ، ویې وډباوه او د هغه کور یې له لوټلو وروسته وسوځاوه.

د سیمې د پولیسو مشر اعجاز ملحي ویلي چې امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته تورن سړی او د هغه پلار وژغورل.

ملحي زیاته کړه چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.