د راپورونو له مخې نن د کندهار په یوه فابریکه کې اور ولګېد چې د چارواکو په وینا انساني تلفات نه لري.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د نللیکو د جوړولو په یوه فابریکه کې د برښنا د شارټي په نتیجه کې وشوه.
په بیان کې راغلي چې د اور وژنې ځواک دا اور مړ کړی، خو په پېښه کې مالي زیانونه اوښتي دي.
په افغانستان کې عموماً د برښنا د شارټۍ او د خوندیتوب د اصولو د نه رعایت له کبله وخت ناوخت اور پېښې رامنځته کېږي.