هند کې ټاکنې پيل شوې

د هند د ټاکنو یو تصویر - ارشیف

په هند کې د ملي انتخاباتو شپږم پړاو نن پیل شو.

د انتخاباتو په دې پړاو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر له ۱۱۱ میلیون ډېر وګړي ګډون کوي.

په هند کې د عمومي انتخاباتو بهیر د اپریل په ۱۹مه پیل شو چې د جون تر لومړۍ نېټې دوام کوي او د جون په څلورمه د رایو د شمېرنې بهیر پیلېږي.

تمه ده چې په دې انتخاباتو کې به د صدراعظم نریندر مودي بهاراتیا جاناتا ګوند د دریمې پرله پسې دورې لپاره ګټونکی شي.

د هند د انتخاباتو شپږم پړاو داسې مهال پیلېږي چې هوا ډېره توده ده او اټکل کېږي چې په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه نن د سانتيګراد له ۴۵ درجو لوړه شي.