ایران:له افغانستان څخه مو سږکال ۳۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي

کمال خان بند - ارشیف

ایران وایي، سږکال یې له افغانستان څخه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون ایراني رسنیو ته وویل چې د افغان لورې د ژمنو له مخې هیله من دی چې د کال تر پایه به ایران خپله برخه ټولې اوبه ترلاسه کړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ظاهر شاه د پاچاهۍ په وروستي کال د اوبو تړون شوی و چې له مخې یې کابل ژمنه کړې ده چې هرکال به ایران ته اته سوه شل میلیونه متره مکعب اوبه ورکوي، خو په دې تړون کې دا هم ویل شوې دي چې د وچکالۍ په کلونو کې افغان لوری دا ژمنه نه شي پوره کولی.

کاظمي قُمي ویلي دي چې پروسږکال د کمال خان بند د دروازو ترمیم او سیستان ته د اوبو د پرېښودلو په پایله کې ایران ته سږکال تر اوسه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه رسیدلي دي.