امریکا اوکراین ته ۲۵۰ میلیونه ډالره اضافي پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا او اوکراین بیرغونه

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د دوه سوه پنځه اویا میلیونه ډالرو اضافي پوځي مرستو اعلان وکړ.

د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د دې لپاره ده چې اوکرایني ځواکونه خارکیف ته نژدې د روسیې د برید مخه ونیسي.

په دې مرسته کې توغندي، د ټانک ضد سیستمونه، یو شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي.