ملګري ملتونه: میانمار کې د تاوتریخوالي د نوې څپې پایلو ته اندېښمن یوو

ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پرون جمعه د میانمار یا پخوانۍ برما د شمال په راخین ایالت کې د تاوتریخوالي د نوې څپې پر عواقبو سخته اندېښنه وښوده.

دغې ادارې ویلي چې له راخین ایالت یې د پوځ او یوې قومي ډلې له خوا پر ملکي روهینګیایانو د تازه تاوتریخوالي «ډاروونکي او ځوروونکي» راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمشنر ویاندې لیز ترویسل (Liz Throssell) پرون په جنیوا کې وویل، په وروستیو اوونیو کې د تازه تاوتریخوالي د برخې په توګه، د راخین ایالت بوتیداونګ ښارګوټی په اور سوځول شوی، هوايي حملې شوي، پر بې وسلې کلیوالو ډزې شوي، له خلکو سرونه غوڅ کړای شوي او په جبر لادرکه شوي دي.

هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې دا د ملکي روهینګیا وګړو د وژنې تر ټولو ځوروونکې ادعاوې دي.

په راخین کې دا تازه ناکراري په میانمار کې د کورنۍ جګړې په دوام کېږي او دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د دغه هېواد پوځ د انګ سان سوچي په مشرۍ انتخابي حکومت وپرځاوه او دا د پوځي واکمنۍ خلاف د وسلوال مخالفت سبب شو.