د ایراني مقام ادعا؛ د رییسي او نورو چارواکو جنازو کې تر یو لک زیاتو افغانانو ګډون کړی و

د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې مراسم

د ایران یوه چارواکي ادعا وکړه چې په ایران کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو چارواکو د جنازې په مراسمو کې تر یولک زیاتو افغان وګړو برخه اخیستې وه.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او اتباعو عمومي ادارې مشر حسین شرافتيراد پرون جمعه په مشهد کې د «حسینیه هراتيها» په مراسمو کې دغه شمېر اعلان کړ.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، ښاغلي شرافتيراد ونه ویل چې دغه شمېرې یې څنګه ترلاسه کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي تېره یکشنبه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

تر دغې پېښې دوې اوونۍ مخکې د ایران حکومت اعلان کړی و چې د یوه کال په موده کې یې د افغانانو په ګډون یو ملیون او درې لکه بهرني وګړي له ایرانه ایستلي دي.