طالبانو د دوحې غونډې په اړه قطري پلاوي ته خپل شرطونه په ډاګه کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي - ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، دوی د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د دوحې د درېمیې غونډې په اړه خپل شرطونه په ډاګه کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي پرون کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوع خبرې وکړې.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنج شنبې په ورځ د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په را روانه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دویمه غونډه د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو له حضور پرته ترسره شوه.