د اوکراین په اشغال شوې کریمیا کې د ماسکو له لورې ټاکل شوي مشر سیرګي اکسیونوف وویل چې پر دې ټاپو وزمه د توغندي په برید کې نن دوه تنه وژل شوې دي.
د اکسیونوف په وینا توغندی په سیمفیروپول سیمه لګیدلی او د دوو لارویانو ژوند یې اخیستی دی.
نوموړي زیاته کړه چې یو بل توغندی د کریمیا په جنوب ختیځ کې د الوشتا په ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز لګیدلی دی.