د ایران د خبرګانو د شورا نوی مشر وټاکل شو

د ایران بیرغ

درې نوي کلن محمد علي موحدي کرماني د ایران د خبرګانو د شورا د مشر په توګه انتخاب شو.

موحدي کرماني ته د سې شنبې په ورځ په غونډه کې له درې اتیا حاضرو غړیو څخه پنځه پنځوس غړیو موافقه رایه ورکړه.

د خبرګانو د اوسنۍ دوه کلنې دورې ریاست د دې لپاره مهم ګڼل کیږي چې د ایران مشر پنځه اتیا کلن علي خامنه اي سپین ږیری شوی دی او د خبرګانو اوسنۍ دوره د ایران د راتلونکي مشر د ټاکنې مسوولیت لري.