د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغانستان په ګډون له ګڼو هېوادونو د جلا وطنه خبریالانو شمېر په زیاتیدو دی

یو شمېر جلا وطنه افغان خبریالان - ارشیف

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي زرګونه خبریالان د جبر، ګواښونو او جګړو په خاطر له خپلو هېوادونو کډه او جلاوطني یې غوره کړې.

د ملګرو ملتونو څېړونکې ایرین خان عمومي اسمبلې ته په وینا کې د افغانستان په شمول د نړۍ د یو شمېر هغو هېوادونو نومونه یاد کړل چې جګړې پکې روانې دي یا د بیان او خبریالانو ازادي محدوده ده.

د هغې په خبره د جلاوطنه خبریالانو شمېر زیاتیدونکی دی ځکه خپلواکې او مهمې رسنۍ ورځ تر بلې له محدودیت او خنډ سره مخ دي او ان د نړۍ په ډموکراټیکو هېوادونو کې استبداد مخ په زیاتېدو دی.

ایرین خان وویل کومو خبریالانو چې خپل هېواد پرېښی او کډوالي یې غوره کړې په جلا وطنۍ کې هم له فزیکي، انلاین/پرلیکه او حقوقي ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان څه باندې نیمایي رسنۍ د اقتصادي او سیاسي دلایلو په سبب وتړل شوې او ګڼ خبریالان له هېواده ووتل.

هغوی چې په هېواد کې پاتې دي اکثر د طالبانو د حکومتي دستورالعملونو او تګلارو عملي کولو ته اړ دي.