ملګري ملتونه: د سربرنیڅه د نسل وژنې کلیزه به هر کال نمانځل کیږي

د سربرنیڅه نسل وژنې د قربانیانو د یاد څلی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په بوسنیا هرزګوینا کې د ۱۹۹۵ کال د سربرنیڅه د نسل وژنې د یاد تازه کولو په پار یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې هرکال به لمانځل کیږي، خو سربیا ورسره سخت مخالفت وښود.

د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړیو له ډلې۸۴ دغه پرېکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړي، ۶۸ و خپلې رایې ونه کارولې او نولسو یې هم پرضد رایې ورکړي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې به هرکال د جولای یولسمه په سربرنیڅه کې د ۱۹۹۵ کال ډلوژنې د یاد تازه کولو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

دا ورځ له نژدې دېرشو کلونو وروسته له هغې نومول کیږي چې هغه مهال اته زره مسلمان بوسنیایان، سړیان او ماشومان ووژل شول.

دغه پرېکړه لیک چې عملي کیدل یې الزامي نه دي او د سربیا ولسمشر او په بوسنیا کې د سربیانو مشرانو ورسره سخت مخالفت وښود، د سربرنیڅه د ډلوژنې له تاریخي پېښې څخه انکار غندي.