سېلابونو د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو لېږد ستونزمن کړی

ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړکړي چې د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي، سخت کوښښ کوي چې مرستې اړو سیمو ته ورسوي.

دې پروګرام ویلي چې تراوسه یې نژدې شل زره سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې رسولې دي.

د افغانستان د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د ویجاړونکو سېلابونو شاهد و.

دغو سېلونو خلکو ته له مالي زیانونو سربیره په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.