ټرمپ: د ولسمشر‌یزو ټاکنو په ګټو سره به د وال‌سټریټ ژورنال خبریال راخوشې کړم

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تمه ده، د راروانې نومبر میاشتې په ټاکنو د جمهوري غوښتونکو نوماند وي، ادعا کوي، که چېرته ولسمشریز ټاکنې وګټلې د وال‌سټریټ ژورنال خبریال به سمدلاسه له بنده راخوشې کړي.

ټرمپ دا خبره پر سوشیل میډیا په یوه پیغام کې کړې، خو په دې اړه چې څنکه به دا خبریال راخوشې کوي، جزییات يې نه دي ورکړي.

د وال‌سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ په روسیه کې امریکا ته د جاسوسي په تور د کال په مارچ میاشت کې ونیول شو.

وال‌سټریټ ژورنال په کلکه پر ۲۳ کلن ګرشکویچ لګول شوي تور رد کړی دی.

ټرامپ په خپل پیغام کې ویلي چې پوتین به د هغه لپاره دا خبریال راخوشې کړي، خو د کرملین ویاند دیمترې پسکوف د دې پیغام له خپرېدو وروسته ویلي چې پوتین له ټرمپ سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.