د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو له قطري پلاوي سره لیدلي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د عکس چپ لور ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو کابل ته راغلي قطري پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت نن پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د قطر د بهرنو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د سیاسي اواقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړي او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ته به دوام او وده ورکوي.

وړاندې د قطري پلاوي په حواله ویل شوي چې قطر د افغانستان ترڅنګ په هر ډول حالات کې ولاړ دی.

بل پلو، د طالبانو تر کنټرول لاندې د دفاع وزارت نن پر خپلې ایکس‌پاڼې له همدې قطري پلاوي د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد خبري چې له وروستیو سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له مرسته يې مننه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دوام يې ټینګار کړی خپرې کړي دي.

په عین حال کې راغلي پلاوي د طالبانو د رییس الوزار له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي او ژمنه يې کړې چې د قطر هوايي شرکتونه به وهڅوي څو خپلې الوتنې افغانستان ته بیا پیل کړي.

په دې کتنو کې په دوحه کې د راتلونکې غونډې په هم خبرې اترې شوي دي.