د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین بریدونه مو شنډ کړي

د بلګرود سیمې یو انځور

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی د هوايي مدافع دستګاوو نن د اوکراین د توغندیو پراخ برید او د بې پېلوټه الوتکې یوه حمله چې غوښتل یې بلګرود سیمه په نښه کړي، شنډه کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت د ټلګرام په یوه پیغام کې لیکلي، دوی دستګاوو پر بلګرود سیمه درې ویلخا MLRS ډوله توغندي، ۳۲ وامپایر MLRS ډوله توغندي او درې بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د بلګرود والي کیاچیسلاف ګلادکوف د ټلګرام په جلا پیغام کې لیکلي چې د دغو توغندیو د شنډولو په پېښو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د توغندیو د ټوټو د لوېدو له کبله د ماشومانو دوه کمپونه زیانمن شوي دي.

دغه ادعاګانې په بې پرې ډول تایید شوي نه دي.

اوکراین هم کومه تبصره نه ده کړې.