د افغانستان په ځینو سیمو کې د باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې له دې مخکې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست نن او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران د ورښت اټکل کړی دی.

په عین حال کې دې ادارې په شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی دی.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.