برادر او متقي د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته امیرخان متقي، منځ کې ملابرادر او چپ لور ته د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روغبړ پر مهال

یو شمېر طالب چارواکو په ایران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر له مشر سره کتلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس‌پاڼې ویلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.

حماس هغه ډله ده چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

ضیا په دې اړه چې دې مشرانو پر کومو مسایلو خبرې اترې کړي څه نه دي ویلي.

د طالب چارواکو په ګډون د سیمې یو شمېر لوړپوړي چارواکي پرون تهران ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په جنازه کې د ګډون په موخه تللي وو.