د ایران د ولسمشر "ابراهیم رییسي" مړی نن خاورو ته سپارل کېږي

د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي جسد چې د د دې هېواد امنیتي ځواکونو له‌لوري لېږدول کېږي.

ټاکل شوې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي مړی نن د ورځې ناوخته په مشهد کې د شیعه مذهبو د اتم امام په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

د رییسي او له هغه سره د الوتکې د سقوط په پېښه کې د نورو مړه شویو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ پرون په تهران کې د سیمې د ګڼو هېوادونو د چاروکو په حضور کې ادا شو.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا راپور ورکړی چې نن پنجنشنبه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د رییسي د خاورو سپارلو په مراسمو کې د ګډون په هدف ایران ته سفر کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پرون چهارشنبه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کوېټ د بهرنیو چارو وزیران تهران ته تللي دي.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.