له قرغزستانه له درېیو زرو زیات پاکستاني محصلان خپل هېواد ته لېږدول شوي

له بشکیک څخه د ایستل شویو پاکستانیو محصلانو انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، تراوسه له قرغزستان څخه له درېیو زرو زیات پاکستاني محصلان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

اسحق ډار دغه څرګندونې قرغزستان ته له وروستي سفر وروسته پرون چهارشنبې په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او ویې ویل که څه هم اوس د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې وضعیت عادی شوی، خو د هغو پاکستانیانو لپاره به چې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، اسانتیاوې رامنځته کړي.

له قرغزستانه د پاکستاني محصلان د وتلو بهیر وروسته له هغې پیل شوی چې تېره اوونۍ په بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې نژدې دېرش تنه چې ډېری یې پاکستاني محصلان وو، ټپیان شول.

له هغې وروسته پر بهرنیانو په بشکیک کې بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان دغه محصلان د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په ځانګړو الوتنو کې بېرته خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د قرغزستان چارواکو د هغو کسانو د نیولو هڅې زیاتې کړې چې د پاکستانیانو په ګډون پر بهرنیانو بریدونه کوي.