سوناک په بریتانیا کې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړه

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د جولای ۴مه په دې هېواد کې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړه.

سوناک پرون چهارشنبې د دغه اعلان په مهال له رایې ورکونکو وغوښتل چې محافظه کاره واکمن ګوند ته د حکومتولۍ یو بل فرصت ورکړي.

هغه وویل، اوس بریتانیا فرصت لري چې خپله راتلونکې وټاکي.

د بریتانیا کارګر ګوند چې کین اړخی منځلاری بلل کېږي، غواړي چې د سوناک په مشرۍ محافظه کاره ګوند چې له څوارلسو کلونو راهیسې په واک کې دې او ور څخه ملاتړ مخ په کمېدو دی، دا انتخابات وبایلي.

محافظه کاران په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي ستونزو او اخلاقي رسواییو په ګډون له یو شمېر ننګونو سره مخامخ و.