برادر او متقي د رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلي

د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي نن د تهران په پوهنتون کې د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته رسېدلي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دغه خبر نن چهارشنبه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف هم دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو د جنازې د دویمې ورځې مراسم په ژوندۍ بڼه د ایران له دولتي تلوېزیونه خپاره شول.

په دغو تصویرونو کې د حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني، مشر اسماعیل هنیه هم لیدل شوی دی.

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم هم د جنازې مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې مراسمو کې "مرګ پر اسراییلو" شعارونه ورکړل شوي دي.

د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي نن د تهران په پوهنتون کې د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د هغوی د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.