د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوه خبریال په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د ازادي راډیو مشال څانګې په میرانشا کې د پولیسو د ماموریت په حواله ویلي چې محلي خبریال کامران داوړ پرون شپه ناوخته د مې په ۲۱مه خپل کورته نژدې د وسلهوالو په ډزو کې ووژل شو.
په ورته وخت کې په درېیو نورو جلا جلا بریدونو کې د شمالي وزیرستان درې اوسېدونکي وژل شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
پولیسو دا وژنې هدفي بللي او په وینا یې پلټنې یې پيل کړې دي.