په تهران کې زرګونه کسان د رییسي، عبداللهیان او نورو چارواکو د جنازې مراسمو ته راټول شوي

په تهران کې د رییسي او نورو چارواکو د جنازې له مراسمو یو انځور

د ایران په پلازمېنه تهران کې زرګونه کسان د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او یو شمېر نورو چارواکو د جنازې مراسمو ته راټول شوي دي.

دغه مراسم د چهارشنبې په ورځ د تهران ښار په مرکزي برخه او تهران پوهنتون کې پيل شوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او سرپرست ولسمشر محمد مخبر ګډون په کې کړی دی.

د ایران د ولسمشر په ګډون څو لوړپوړي چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هليکوپټرې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

له افغانستان د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ دغې جنازې کې ګډون کړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم مراسمو ته ورغلی دی.