د طالبانو مشر د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشېح کړه

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د دوی مشر ملاهبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشیح کړه.

مجاهد د سه شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی چې د روان مالي کال په بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي دي.

د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه داسې وخت توشېح شوه چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ډېر شوی دی.

د پوهانو په وینا، د طالبانو د حکومت په عوایدو او لګښتونو کې روڼتیا نه شته.