طالبان: د برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو حکومت ویلي، د ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن چهارشنبه د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سربېره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم تهران ته تللی دی.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي جنازه په څو ښارونو تبریز، قم، تهران او بلاخره مشهد کې ترسره کېږي.

ريیسي د یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې له اوه نورو کسانو سره چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په‌کې شامل وو ووژل شو.