د اوکراین پولې ته څېرمه د اټومي ځواکونو د چمتووالي د زیاتولو په هدف د روسیې تمرینونه

د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګېدونکي روسي ځواکونه

روسیې له اوکراین سره پولې ته څېرمه د خپلو تاکتیکي اټومي ځواکونو د چمتووالي د زیاتولو په هدف د پوځي تمرینونو "لومړی پړاو" پیل کړی دی.

د روسيې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د مې ۲۱مه وويل چې د روسيې د ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت د بې قید او شرطه ځواب ویلو او تضمین لپاره، په دغو پوځي تمرینو کې د غيرستراتيژيکو اټومي وسلو د جنګي واحدونو تجهيزات برخه لري.

د دغو پوځي تمرينونو پروګرام د مې په شپږمه اعلان شوی و او له امله یې لوېديځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په "پرله‌پسې غير مسوولانه چلند" تورن کړی دی.