ملا برادر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د ولسمشر په جنازه کې برخه اخلي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

ایراني رسنۍ د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او نورو چارواکو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته د طالبانو د حکومت د یوه جګپوړي پلاوي د ورتګ خبر ورکوي.

د ایران د محصلینو خبري آژانس ایسنا د راپورله مخې، د دغه پلاوي په ترکیب کې چې د ولسمشر ابراهیم رییسي او د ملګرو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ورځي، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي شامل دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړی.

د طالبانو حکومت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د مل پلاوي د مړینې په اړه یې د ایران حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي وو.

ابراهیم ریسي او مل پلاوی یې د یکشنبې په ورځ په ختیځ آذربایجان کې د یوه بند د پرانیستلو په مراسمو کې له ګډون او د آذربایجان له ولسمشرالهام علییف سره له کتنې وروسته بیرته تبریز ته په لاره و چې هلیکوپټر یې د راپورونو له مخې، د هوا د خرابوالي له امله د دیزمار ځنګله په غرنۍ سیمه کې را ولوېده.