سپینه ماڼۍ وایي، هغه راپورونه څېړي چې وایي، اسراییل د اسوشیتید پرس خبري آژانس وسایل ضبط کړي دي.
سپینې ماڼۍ دغه اقدام د اندېښنې وړبللی دی.
د سپینۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارین ژان پییر وویل چې سپینه ماڼۍ په دې باور ده چې خبریالان کولای شي او باید دا حق ولري چې خپلې دندې ترسره کړي.
تردې مخکې د اسوشیتید پرس خبري آژانس ویلي وو چې اسراییلي چارواکو د دې آژانس کمره او نور وسایل د اسراییل په جنوب کې ضبط کړي او دا آژانس یې الجزیره ټلویزیون ته د تصاویرو په ورکولو د رسنیو له قانون څخه په سرغړونه تورن کړی دی.
اسراییلي چارواکو له دغه قانون څخه په استفادې د مې په پنځمه د قطرمېشتي الجزیره ټلویزیون دفترونه په اسراییل کې بند کړل او د دې ټلویزیوني شبکې وسایل او تجهیزات یې ضبط کړل.