بایډن: د اسراییلي مشرانو د نیولو په اړه د نړیوالې جزایي محکمې د یوه څارنوال حکم سپکوونکی دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د اسراییلي مشرانو د نیولو د امر صادرولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال کریم خان غوښتنه غندي او دا غوښتنه یې سپکونکې بللې ده.

کریم خان پرون (دوشنبه، ۳۱ ثور) په یوه بیان کې وویل چې دی د جنګي جرمونو له کبله د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېو مشرانو د نیولو وړاندیز کوي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کریم خان دغه څرګندونې په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

ښاغلي بایډن په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو او حماس تر منځ هیڅ ډول برابري نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په غزه کې د اوربند په اړه خبرې اترې زیانمنې کړي.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جرمونو تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې پر نتانیاهو او ګالنټ د جګړې د یوه اړخ په توګه د ملکي وګړو د وږي ساتلو، هغوی ته د کړاو رسولو او دغه راز د ملکیانو د وژنې تورونه پورې دي.

د حماس درې مشران هم د ورانکارۍ، وژنې، یرغمل نیونې، شکنجې، جنسي تیري او د تاوتریخوالي په نورو بڼو تورن شوي دي.

اوس، د محاکمې دمخه، د قاضیانو یوه هیئت پرېکړه کوي چې ایا شواهد به د دې جوګه وي چې د دغو چارواکو د نیولو امر صادر شي او که نه.