اروپایي ټولنې افغان سېلاب ځپلو ته ۴۰۰ زره ډالره مرسته ځانګړې کړه

د اروپایي ټولنې یو اړوند تصویر

اروپايي ټولنې د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۴۰۰ زره یورو چې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.

دې ټولنې نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د دې بشري مرستو موخه په بغلان، بدخشان او تخار ولايتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو رسول دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د مې په میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دغه احصایه نه ده تایید کړې.

په بغلان ولایت کې څو ورځې وړاندې د راوتلو سیلابونو له امله تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

په غور او فاریاب ولایتونو کې هم سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي.

د سېلاب ځپلو سیمو خلک له مرستندویه موسسو هیله لري چې لازمې مرستې ورسره وکړي.