د افغانستان فوټبال فدراسیون نن دوشنبه د مې په ۲۰مه نېټه په یوه خبر کې ویلي، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله.
د خبر د جزییاتو له مخې، اټک انرژي لوبډلې خپله وروستۍ سیالي د موج ساحل له لوبډلې ۴ـ۰ وګټله او اتلولۍ ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ ۱۱ اوونۍ وخت ونیو چې ۱۲ لوبډلو یو د بل پر وړاندې سره سیالۍ ترسره کړې.
که څه هم لا د لیګ وروستۍ سیالۍ پاتې، خو د اټک انرژۍ لوبډلې په یاد لیګ کې هېڅ سیالي ونه بایلله او د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي وګټله.
د ویلو ده چې دا د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم کال و او په سږني پړاو کې د ځینو لوبډلو په ترکیب کې بهرنیو لوبغاړو هم لوبې وکړې.