طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې ده.

د حامد کرزي یوه نژدې کس شهزاده مسعود نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د هغه یوه سترګه وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.