ایران کې پنځه ورځنی ماتم او محمد مخبر سرپرست ولسمشر اعلان شو

په تهران کې یوه مېرمن د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په مړینې خپګان څرګند کړی دی.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د خپل ولسمشر ابراهیم رییسي له وژل کېدو وروسته پنځه ورځنې ملي ماتم اعلان کړی او محمد مخبر یې د ایران سرپرست ولسمشر ټاکلی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې خامنه‌اي نن دوشنبه ویلي چې د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې محمد مخبر چې د ولسمشر لومړی مرستیال و، سرپرست ولسمشر ټاکل شوی دی.

خامنه‌اي ویلي، اجراییه قوه موظفه ده چې د مقننه او قضایه قوې د مشرتابه په همکارۍ تر پنځوسو ورځو پورې نوی ولسمشر وټاکي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خامنه اي دویم پیغام دی.

هغه پرون هم ویلي وو چې ایراني ولس دې اندېښنه نه کوي او ټینګار یې کړی و چې د هېواد به چارو کې به یې هېڅ ډول خلل نه رامنځته کېږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي پرون د هیليکوپټرې د سقوط په پیښه کې ووژل شول.

تراوسه په رسمي ډول د پېښې لامل ښکاره نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف ادعا کړې چې "د دغې غمیزې یو مقصر لوری" امریکا ده.

هغه ویلي، امریکا پر ایران د الوتکو او هوایي چلند د پرزو پلور تحریم کړی او اجازه نه ورکوي چې ایران د هوايي چلند یو ښه او پیاوړی سیستم ولري.