د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خپګان څرګند کړی

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

د سیمې د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان پر مړینه خپګان څرګند کړی دی.

د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی پر پېښه ژور خواشیني دي او زیاته کړې ده چې په دغسې سخت حالت کې د ایران له خلکو سره درېږي.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف له ایران سره د خواخوږۍ په پار په پاکستان کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی او خپل بیرغ یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلی.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د رییسي مړینې بوږنولی او په خبره یې د ایران-هند د اړیکو په پراختیا کې د هغه د رول یاد به تلپاتې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم پر پېښه خواشیني ښودلې او ویلې یې دي، د پیښې له لومړنیو ساعتونو دوی له ایران سره په همغږۍ کې و او د ژغورنې چارو کې یې هم برخه اخیستې ده.

لبنان کې بیا درې ورځي ملي ماتم اعلان شوی او د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې هم ایراني ولس ته تسلیت ویلی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې فلسطیني ډلې حماس هم چې د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کېږي، د رییسي پر مړینه خفګان څرګند کړی او هغه یې د فلسطینیانو د مقاومت ملاتړی یاد کړی دی.

رویټرز بیا د ایران د سرسخته رقیب اسراییلو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دوی د رییسي د مړینې په پېښه کې لاس نه لري.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.