کندهار کې چاودنه شوې؛ طالبان: یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي

د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیتي مسولان وایي چې نن سهار د سړک غاړې یوې چاودنې یو ملکي کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ویلي چې ماین په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و.

جمشید وویل: "د کندهار ښار، کابل اډې پر سړک باندې سهار ۷ نیمې بجې یو لاسي بم چې په ریړۍ ( کراچۍ) کې ځای پر ځای شوی و، چاودېدلی دی. د چاودنې له کبله زمونږ یو تن هېوادوال شهید شوی او درې تنه سطحي ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی."

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه مسوول د چاودنې هدف په ګوته نه کړ، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د چاودنې هدف د ۲۰۵ البدر قول اردو تخنیکي ټیم و.

دغه سرچینه چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نوم نه اخلي زیاتوي چې چاودنه کې د قول اردو لس تخنیکي کارکوونکي چې دندې ته روان و، ټپيان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو کندهار کې دوه میاشتې وړاندې د نوي کابل بانک پر یوه څانګه چاودنه کې شاوخوا شل کسان ووژل شول چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.