د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنې دغه انځور خپور کړی چې په کې ښکاري نسکوره شوې هیلیکوپټره ټوټې ټوتې شوې ده.

امبولاس او د ژغورونکو ډلې هغې سیمې ته روان دي چې ویل کېږي د ایران د ولسمشر او مل پلاوي هیلیکوپټره هلته لوېدلې.
دلته د ژغورنې عملیات د خرابې هوا له کبله له ستونزو سره مخ شوې وې، خو نن سهار د دې نسکورې شوې ټوټې وموندل شوې.

د ایران د اذربایجان شرقي په ورزغان سیمه کې ژغورونکې ډلې د هیلیکوپټرې د وژل شوې عملې د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي
د عکس منځ کې د ایران مړ شوی ولسمشر ابراهیم رییسی او چپ لور ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د هیلیکوپټرې په پېښه کې له هغه سره یوځای مړ شوی دی.
د نسکورې شوې هیلیکوپټرې پېښه کې د وژل شوي ایراني ولسمشر ابراهیم رییسی انځور.
دغه انځور د ایران د نننۍ کابینې په غونډه کې د رییسي د ناستې ځای کې ایښودل شوی دی.