د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له متقي سره د دوحې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث کړی

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان او چپ لور ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډیکارلو. د ډیکارلو په خوا کې د یوناما مشره روزا اوتنبایووا ده.

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو پر اړیکو هم بحث وشو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم پرون کابل کې له روزمېري ډیکارلو سره د دوحې پر راروانه غونډه او نورو مسایلو بحث وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.

د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د دوحې دویمه غونډه د فبروري پر ۱۸مه او ۱۹مه شوې وه چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.