یونېسف: له پاکستانه د افغانانو ستنېدلو هر ماشوم ته د پولیو ضد واکسین رسېدل پېچلي کړي

په تورخم کې واکسیناتوران یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په ډله‌ییز ډول له پاکستانه د افغانانو ستنېدلو په افغانستان کې هر ماشوم ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره رسېدل پېچلي کړي.

د یونېسف د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه تورخم دروازې ته د یونېسف د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشر سټیفن لاوریر (Steven Lauwerier) د سفر خبر ورکړی دی.

لاوریر په تورخم کې د یونېسف له کارکوونکو سره په کتنه کې د پولیو واروس له‌منځه وړلو لپاره پر نورو اقداماتو خبرې وکړې.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په کې ختمه شوې نه ده.