د غزې مرکزي برخه کې د اسراییل هوايي حمله؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د غزې په مرکزي برخه کې د اسراییل په تازه هوايي حمله کې ۲۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پرون یکشنبه د غزې په شمال کې د حماس ډلې خلاف د جګړو شدت زیات شوی و.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په همدې حال کې د اسراییل مشران په دې اړه، چې تر جګړې وروسته به څوک پر غزه واکمني کوي، سره وېشلي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې جنګي کابینې د دوو نورو غړو له‌خوا هم له انتقادونو سره مخامخ دی.

د هغه عمده سیاسي سیال او د ملي اتحاد د ګوند رهبر بني‌ګنځ خبرداری ورکړی، که د جون میاشتې تر اتمې داسې یو پلان برابر نه‌شي چې د غزې په باب نړیواله اداره هم په کې شامله وي، دی به له حکومت څخه ووځي.

دا څرګندونې داسې وخت شوي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان پرون له نتنیاهو او د اسراییل له نورو مشرانو سره په کتنه بوخت و.