ملګري ملتونه: د اسراییل عملیاتو له رفح ښار څخه ۸۰۰ زره فلسطینیان تېښتې ته اړ کړي

د رفح ښار یوه څنډه

ملګري ملتونه وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د بریدونو او پر ځینو برخو د سختو بمباریو له امله شاوخوا ۸۰۰ زره فلسطینیان چې د غزې په دې جنوبي ښار کې یې پناه اخیستې وه، تېښتې ته اړ شوي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارینی په دې اړه وویل، په رفح کې د اسراییلو د پوځی عملیاتو له پیل راهیسې، فلسطینیان په پراخه کچه بې ځایه شوي دي.

هغه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د مې له شپږمې راهیسې، کله چې اسراییل په رفح کې خپل عملیات پیل کړل، د رفح نژدې نیمایي وګړي چې ۸ لکه کېږي، سړکونو ته راوتلي او تېښتې ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا فلسطینیان هغو سیمو ته تښتیدلي دي چې د اوبو مناسبې سرچینې او د روغتیايي اسانتیاوې نه لري.

د جمعې په ورځ، ۱۳ اروپايي او اسیايي هېوادونو له اسراییلو څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې پر رفح ښار پراخ بریدونه ونه کړي.

تر دې مخکې امریکا په وار وار له اسراییلو غوښتي وو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له پلان پرته په رفح کې پراخ پوځي عملیات پیل نه کړي.

عیني شاهدانو هم پرون (شنبې) د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون په څنډه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو پوځ وايي، هوايي ځواک یې په غزه کې تر ۷۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

په عین حال کې اسراییلو ادعا کړې چې د رفح په ختیځ کې د دوی د ځمکنیو ځواکونو په بریدونو کې د حماس د افراطي ډلې ۵۰ غړي وژل شوي او لسګونه تونلونه یې کشف کړي دي.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له لوري ترهګره ډله ګڼل کېږي.