د امریکا او سعودي چارواکو د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور محمدبن سلمان او چپ لور ته جیک سلیوان

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون د شنبې په ورځ، د مې په ۲۹مه په ظهران کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وکتل او د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه یې خبرې وکړې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د پیاوړتیا پر لارو چارو او همدارنګه په غزه کې د جګړې د بندولو په اړه خبرې وشوې.

د سعودي عربستان د حکومت ویاند وویل٬ محمد بن سلمان او جیک سلیوان د فلسطین د مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د دې راپور له مخې محمد بن سلمان او جیک سلیوان په غزه کې د جنګ د پای ته رسېدو او سیمې ته د بشري مرستو د زیاتولو په ضرورت هم خبرې وکړې.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د لیدو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د غزې د جګړې او په غزه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پرله پسې هڅو په ګډون د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې او مشورې کوي.